ایکنانیوز د فرانس ۲۴ له قوله راپور راکړی، اوروژونکي ادارې مامورانو د لړم په اتمه نیټه د سه شنبې سهار په آمین ښار کې وقع السنه جومات ددروازې په وړاندې د آور خاموشولو لپاره دغې سیمې ته لیږدول شوي. اور د جومات له وړاندې پیل شوی او په هغه ځاي کې د اور دلګیدا آثار هم کشف شوي دي.
د السنه جومات دروازه د آمین په جنوب ختیځي برخې کې واقع په دغه جومات کې قصدا د اور لګولو شغلو توره کړې،نو اور وژونکي ادارې ماموران هلته رسیدلی چې ورسره پولیس هم موجود وو. په راپور کې وئیل شوي چې د اور د شغلو له امله کومې مرګ ژوبلې نه دي اوښتي،البته جومات ته ئې تاوانونه اړولي دي.
له څیړنو سره اړونده نزدې سرچینو د وینا په اساس، د اور له امله په پیل کې کارپيټ او قالین سوځیدلي او په هغه ځاي کې د اور لګونې د موادو آثار هم لیدل شوي دي.
د مذهبی او کلتوري اسلامي چارو ټولنه(AMCC) چې د جومات مدیریت په غاړه لري ، یو لړ شکایتونه مطرح کړي او پهدې باب پولیسو څيړنې هم پیل کړي دي او تمه ده چې دغه څیړنې په دغې سیمې کې د توکمپالنې او افراط پالنې په ختمیدا کې ډيرې اغیزې وشیندي او دانسانیّت په اساس ددغې سیمې ښاریز ګډ سوله ایز ژوند ته دوام ورکړي.
د انجمن منشي عبدالرحمان بنغرین په دې اند دی چې دغه اقدام قصدي دی هغه وائي، یو کس د جومات دروازې سره نزدې یو کاپټ نزدې کوي او ورته اور اچوي. مونږ فکر کوو چې دغه حمله د آمین په ټولنېاو همداراز پر یوه دین حمله ده ،له نیکمرغه څوک په دغه وخت جومات کې ددننه نه وو موجود او کومې مرګ ژوبلې نه دي اوښتي.
هغه پخپلو خبرو کې زیاته کړې ده، ولې دقیقا د مسلمانانو دعبادت یو ځاي دغه شان کار ته ټاکل کیږي؟نه پوهیږم او هیڅوک په دې دسیسې نه پوهیږي. البته د پولیسو په څيړنو کې به دغه موضوع روښانه کړي. چې بلاخره دا څه مسئله ده.
د السنه جومات لمونځ ګوزار او ټولنه د څيړنو د نتیجو په تمه دي او ترهغه وخته پورې په سیمې کې ټول جوماتونه د دغو څيړنو په انتظار کې دي